د 19 کلنو د کرکټ اتلولي اسټريليا ګټلې

د 19 کلنو د کرکټ اتلولي اسټريليا ګټلې
کراچۍ — د 19 کلنو د کرکټ نړيواله اتلولۍ يا فاينل کې د اسټريليا کرکټ لوبډلې د هند لوبډلې ته په 79 رنزونو ماتې ورکړې او اتلولي یې ګټلې ده.


د 19 کلنو د کرکټ نړيوالې سيالۍ چې په جنوبي افریقا کې کېدلې، د اسټريليا لوبډلې په ټاکلو 50 اوورونو کې په اووه لوبغاړو سوځېدو 253 رنزونه جوړ کړي وو.


په ځواب کې یې د هند لوبډله په 44م اوور کې په 174 رنزونو اوټ شوې او ماتې یې خوړلې ده.


د 19 کلنو د کرکټ نړيوالو سياليو کې 16 لوبډلو برخه اخستې ده، يادې سیالۍ په 19مه جنورۍ پېل شوې وې.


د دغو سياليو په لومړي سیمي فاينل کې د هند لوبډلې جنوبي افريقې ته ماتې ورکړې او په دویم سيمې فاينل کې اسټريليا د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.


پايلوبه پرون ترسره شوې او اسټريليا اتلولي ګټلې ده.


تېر کال د نومبر په مياشت کې د اسټريليا لوبډلې د سړو يا نارينو د يو ورځني نړيوال کپ پايلوبه کې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړې او دغه اتلولي هم د اسټريليا د لوبډلې سره ده.