د خوست ولایت د ښاروالۍ ریاست خبر ورکړی دی، چې دغه ولایت د ښار د پراختیا او اساسي جوړیدو په موخه پلان لري، چې راتلونکی کال دوه برابره زیاتې پروژې پلې کړي. د یاد ولایت ښاروال ویلي، هڅه کوي چې د ښاروالۍ عواید زیات شي څو په ښار کې د خلکو اساسي اړتیاوي پوره کړي او له خلکو راټول شوي عواید د دوی لپاره مصرف کړي. بل خوا د خوست یو شمېر ښاریان وايي، په کار ده چې له ټاکل شوې انکشافي بودیجې څخه د ښار په ۷ ناحیو کې اړتیاوو ته په کتو پروژې پلې شي. دا په داسې حال کې ده، چې د خوست ښار د پراختیا لپاره هر کال د ښاروالۍ له لوري بودیجه ځانکړې کېږي؛ خو د خلکو په خبره چې لا هم د دغه ښار ځینې اساسي ستونزې پرخپل ځای پاتې دي.