افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو بشري حقونو ته د ملګرو ملتونو اندیښنه

ملګري ملتونه وایي چې له پاکستان څخه یو شمیر ستنیدونکي افغانان د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ دي. د یاد سازمان د بشري‌ حقونو شورا په یوې اعلامیه کې ویلي چې د ښځو او نجونو په ګډون د پخواني حکومت کارکوونکي او نور ډیر کسان چې له پاکستان ایستل کیږي، په افغانستان کې د میشت کیدو پرمهال د بیلابیلو ګواښونو سره مخ دي. د طالبانو حکومت که څه هم تر اوسه په دې اړه غبرګون ندی ښودلی خو تر دې مخکې یې ویلي چې ستنیدونکو کډوالو ته تر خپل وسه پورې امکانات برابروي.

د امریکاغږ پښتو یوټیوب چینل سره یوځای شئ او د ورځنیو مهمو خبرونو تر څنگ د افغانستان او نړۍ له گوټ گوټ څخه ځانگړي ویدیویي راپورونه وگورئ. د امریکا غږ پښتو ویبپاڼې، فیسبوک، ټویټر او انستگرام کې هم په لاندې لینکونو له مونږ سره مل شئ.


Subscribe to VOA Pashto’s YouTube channel for daily news, feature reports, interviews and many more on Afghanistan and the world. You can also follow us on Facebook, Twitter and Instagram with the following addresses.

Facebook: https://www.facebook.com/voapashto
Twitter: https://twitter.com/VOAPashto
Instagram: https://instagram.com/voa_pashto