د پښتو پر کلتور او ادب د ناخوالو اغېز

#BBCPashto #BBCPashtoTV

شاعر، لیکوال او د پېښور پوهنتون پروفیسر نور الامین یوسفزی وايي د پاکستان حکومت د نورو سیمه ییزو ژبو پر ځای اردو ژبې ته کار کوي او زیات ارزښت ورکوي نو له همدې کبله د پښتو په ګډون نورې ژبې کمزورې کېږي. د نوموړي په باور په پښتنو سیمو کې جګړو او ناخوالو په پښتو ادب او شاعرۍ هم اغېز کړی دی خو پښتو نظم او غزل نوې بڼه پیدا کړه او شاعرانو نوي چوکاټونه جوړ کړل. ښاغلی یوسفزی وايي پر پښتو شعر او ادب خواله رسنیو هم اغېز کړی دی. نور الامین یوسفزی چې د ملالې بنسټ په بلنه لندن ته راغلی وو، سواس پوهنتون او نورو بریتانیا مېشتو پښتنو ته یې لکچرونه ورکړل او په اوسني حالت کې د پښتنو پر کلچر او ادب ورسره وغږېد. ښاغلی یوسفزی مو د بي بي سي لندن سټوډیو ته رابللی و او سپين تڼي د یوې مرکې په پيل کې د پښتو ادب د اوسني حالت په اړه ترې پوښتلي دي.



Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto