اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان وايي چې نړيواله ټولنه بايد د طالبان مشران د جنسيتي ځورونې د جنايت په تړاو وپوښتي.
دې سازمان نن (دوشنبه، ۲۹ د لړم) د يوې ويډيو په خپرولو سره د ګالوپ نظرپوښتنې ته په اشارې سره ويلي چې د افغانستان يوازې ۱۱ سلنه ښځې وايي چې کافي ازاد لري.
د بشر حقونو څار زياته کړې چې معترضې ښځې د خپلسرو نيونو او شکنجې په ګډون د بشري حقونو له نقض سره مخ دي.
د دې بنسټ په وينا، ميليونونه ښځې هم د طالبانو د ښځه ځپونکو سياستونو له وجې له زده کړو بې برخې شوې دي.
د بشر حقونو څار زياته کړي: «د طالبانو رهبران بايد د جنسيتي ځورونې د جنايت په تړاو وپوښتل شي.»
طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پر ښځو سخت بنديزونه لګولي. اوس مهال ښځې او نجونې له تحصيل او کار څخه محرومې دي.
اوس مهال د ښځينه حقونو فعالانې په افغانستان کې وضعيت جنسيتي اپارتايډ بولي او له نړيوالې ټولنې غواړي چې دا وضعيت په رسميت وپيژني.
د بشر حقونو بنسټونه او فعالان هم وايي چې ښايي د طالبانو سياست د جنسيتي ځورونې او اذيت پر اساس بشري جنايت وي او بايد له همدې اړخه وارزول شي.
The post د بشر حقونو څار: نړيواله ټولنه بايد طالبان د جنسيتي ځورونې د جنايت په تړاو وپوښتي appeared first on اطلاعات روز پشتو.