کرېکټ؛ د هند لوبغالي کې ۱۱ لوبغاړو څنګه ۱۳۰ زره نندارچیان خاموش کړل؟

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې، لوبډلمشر پټ کومېنز د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام تر پایلوبې مخکې ویلي و، د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې به په پایلوبه کې د ۱۳۰ زره لیدونکو د سترګو پر وړاندې له هندیانو سره سیالي وکړي. کومېنز یوې خبرې غونډې ته ویلي و: "دا ښکاره ده چې په لوبغالي کې به نندارچیان د یوې خوا ملاتړ کوي، خو په سپورت کې، د خلکو سترې ګڼې ګوڼې تر غلي کولو بل څه د خوښۍ وړ نه دي او دا د سبا لوبې لپاره زموږ موخه ده."