بېجينګ : اسيا او ارام سمندري سيمه د جيوپوليټيکو لوبو ميدان نه دی

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۱۷ مې نېټې د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې اسيا او ارام سمندري سيمه د جيوپوليټيکو لوبو ميدان نه دی.


دا په داسې حال کې ده، چې جاپان هند ته د خپل لومړي وزير فوميو کيشيدا د راتلونکي سفر اړوند پلانونه اعلان کړي دي.


د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين دغه خبر ته په غبرګون کې وویل، چې د هېوادونو ترمنځ همکارۍ دې د سيمې د هېوادونو ترمنځ د تفاهم، باور او همداراز د سيمې د سولې او ټيکاو په ګټه وي او د کومې درېيمې خوا ګټو ته دې زیانونه نه رسوي، خو ځينې هېوادونه د هند او پاسيفيک سيمې د ازادۍاو ورخلاصون په بهانه  طرفونه جوړوي. نوموړي وویل، چې بېجينګ د دغو هېوادونو له کړنو سره علاقمن نه، بلکې ارام سمندر ته د جاپان د ذروي بټۍ د ککړو اوبو د ايستلو د پلان له امله اندېښمن دی.