طالبان: په هيواد کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۶۶ ته لوړ شوی دی

اطلاعات روز: د افغانستان طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د دولت وزارت چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، اعلان کړی دی چې په هيواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د مړو شويو شمېر ۶۶ ته لوړ شوی دی.





د دې وزارت مسوولينو نن (سې‌شنبه، ۲۸ د وري) د ملګرو ملتونو تر لاس لاندې بنسټونو له مسوولينو سره په ليدنه کې ويلي چې د دې سېلابو له وجې په هيواد کې ۳۶ تنه نور ژوبل شوي هم دي.





طبيعي پېښو ته د رسيدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت له اعلاميې سره سم، دې سېلابونو د ۲۳ ولايتونو اوسېدونکو ته زيان رسولی او ۶۰۰ څاروي يې تلف کړي او يو زر او ۲۳۵ کورونه يې ويجاړ کړي دي.





طالبانو تر دې وړاندې د دې سېلابونو له وجې د مړو شويو کسانو شمېر ۳۳ او زخميان ۲۷ تنه اعلان کړي وو.





د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) نن د مړو شمېر ۳۲ او د ژوبلو کسانو شمېر ۴۴ اعلان کړی دی.





د هيواد بېلابېل ولايتونه د وري د مياشتې له ۲۴ څخه تر ۲۷ پوري د سخت باران او سېلابونو د راوتلو شاهد وو.





په يو شمېر ولايتونو کې د ورښت او سېلاب له وجې چتونه لوېدلي، غرونه ښوييدلي او لويي لارې ويجاړې شوې دي.


The post طالبان: په هيواد کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۶۶ ته لوړ شوی دی appeared first on اطلاعات روز پشتو.