د ناروې د کډوالو شورا مشر: دا ځل له افغانستانه هيله‌من ځم

د ناروې د کډوالو شورا مشر: دا ځل له افغانستانه هيله‌من ځم
د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ نن وویل، دا ځل له ډېرو هیلو سره له افغانستانه ځي.  


نوموړي د کابل په هوایي ډګر کې ازادي راډیو ته وویل، دا هیلې ده ته ځکه پيدا شوې دي چې، په کندهار او کابل کې د طالبانو چارواکو ده ته ویلي دي، د ښځو د کار او زده‌کړې لپاره به ملي تګ‌لاره ډېر ژر نهایي شي.  


ښاغلي ایګلنډ پرون په کندهار کې او نن په کابل کې له طالبانو سره خبرې وکړې.  


دی وایي، په کندهار کې له ده سره طالبانو منلې ده چې راتلونکې اوونۍ به ښځو ته په دغه ولایت کې اجازه ورکړي چې کار ته ستنې شي.  


طالبانو د تېر میلادي کال په وروستیو کې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. 


په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې نړیوالو بیا بیا له طالبانو غوښتې دي چې، دا پرېکړه بدله کړي خو تر اوسه یې نه‌ده بدله کړې.  


ښاغلي ایګلنډ وویل، که چېرته په کندهار کې ښځې کارونه پیل کړي، نو دی هیله‌من دی چې په نور افغانستان کې به هم ښځو ته د کار زمینه برابره شي.