د مطیع الله ویسا ورور: خپلې مبارزې ته دوام ورکړو

د مطیع الله ویسا ورور: خپلې مبارزې ته دوام ورکړو
د مطیع الله ویسا ورور عطاالله ویسا د طالبانو حکومت د هغې نیوکې په ځواب کې چې د دوی فعالیتونه یې مشکوک بللي وايي، د قلم لار ټولنه کومه وسله واله او سیاسي ډله نه ده چې پټ او مشکوک فعالیت وکړي.
نوموړی زیاتوي، زده کړه د ټولو حق دی او ټولو افغانانو ته د همدې حق د ترلاسه کولو په خاطر مبارزه کوي او له دې وروسته به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
له عطاالله ویسا سره د ازادي راډيو خبریال همایون هېواد مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې د طالبانو حکومت د مطیع الله ویسا د نیولو لامل ستاسې مشکوک فعالیتونه ښودلي، دې خبرې ته ستاسې ځواب څه دی؟