خېبر: د پولیسو د مرکز دننه د لاسي بم چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي، ډي ایس پي ژوبل

خېبر: د پولیسو د مرکز دننه د لاسي بم چاودنه کې دوه عسکر وژل شوي، ډي ایس پي ژوبل
د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په شاه کس سیمه کې د پولیس د مرکز دننه د لاسي بم چاودنه کې دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ یو لوړ پوړی پولیس افسر یا ډي‌ ایس پي ژوبل شوی دی.


د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا چاودنه د زیارت په ماسخوتن د شاه کس د پولیسو د مرکز دننه هغه مهال شوې دغلته د معمول له مخې د امنیت څارنه روانه وه.


پولیس سرچینې وایي چاودنه د یو پولیس عسکر د خپل ګرینډ له امله په اتفاقیه ډول شوې ده اؤ د ترهګرۍ بڼه نه لري.


سرچینې وایي دې چاودنه کې د نور اسلام اؤ برکت په نومونو دوه پولیس عسکر وژل شوي اؤ د نواز په نوم لوړ پوړی پولیس افسر یا ډي ایس پي ژوبل شوی دی.


د پېښې نه وروسته ژوبل پولیس افسر روغتون ته رسول شوی اؤ هلته یې علاج روان دی.


تر دې وړاندې تېره میاشت د سوات په کبل سیمه کې هم د ترهګرۍ د مخنیوي د پولیسو په مرکز کې چاودنه شوې وه چې په کې کابو 20 کسان وژل شوي اؤ تر50ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.


په وړومبي سر کې د ملک وزیراعظم شهباز شریف اؤ پولیس چارواکو د کبل چاودنه یو ځانمرګي برید بللی ؤ خو وروسته بیا پولیسو وویل چې چاودنه د ترهګرۍ د مخنیوي مرکز کې د پرتو بارودو اؤ وسلو د چاودیدو له امله شوې ده.


د سوات د پولیسو مرکز کې د شوې دغه چاودنې نه وروسته د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر اخترحیات خان ګنډاپور ویلي وؤ د پېښې د هر اړخېزه پلټنې به کولی شي چې څنګه په مال خانه موجود بارودي مواد اؤ وسلې چاودیدلې دي.


د خېبر د شاه کس د پولیسو په مرکز کې د رامنځته شوې دې تازه پېښې په اړوند لا پولیس چارواکو څه نه دي ویلي.