د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره: افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت ډېر اغېزمن شوي کسان ښځې او ماشومان دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره: افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت ډېر اغېزمن شوي کسان ښځې او ماشومان دي
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) وايي له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ګڼو افغانانو عاید یا کم شوی او یا هم له مینځه تللی دی.
د دې سازمان په وینا په دغسې حالاتو کې زلزلو او له ګاونډي هېواد پاکستان نه په اجباري ډول د افغانانو ایستلو وضعیت لا پسې خراب کړی چې تر ټولو ډېر زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېدلی دی.