د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير د پاکستان سفر کوي

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير د پاکستان سفر کوي
کراچۍ — ‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير شهزاده فېصل بن فرحان په ‏‎15‎م او ‏‎16‎م اپرېل د پاکستان سفر کوي، په پلاوي ‏کې به ورسره د سعودي عرب د اوبو او کرکيلې، د صنعوتونو او معدنياتو وزيران، د پانګونو مرستيال وزير، د سعودي د ځانګړې کمېټۍ مشر او د ‏توانايۍ د وزارت لوړ پوړي چارواکي مل وي.‏


ويل شوي، دغه سفر د وزيراعظم شهباز شریف د سعودي عرب د وروستي سفر چې پکې یې د وليعهد او سعودي عرب د وزيراعظم شهزاد محمد بن سلمان ‏سره ليدلي، او په دوه اړخيزه اقتصادي مرستو سېوا کولو یې ورسره خبرې شوې وې، د هغې سفر او خبرو کړۍ ده.‏


د بهرنيو چارو وزارت تمه څرګنده کړې، د سعودي عرب پلاوی به د صدر، وزيراعظم، بهرنيو چارو او نورو وزارتونو په ګډون د پوځي مشر او ځانګړو ‏پانګونو د سهولت کارۍ کونسل سره هم وويني.‏

ويل شوي، د دې سفر هدف دوه اړخيزه مرستو سېوا کولو او خپلمنځي ګټوره اقتصادي شراکت داري متحرک کول دي.‏


ناقدين وايي، په وروستيو کلونو کې پاکستان کې په دولتي کچه د سعودي عرب د پانګونو دعوې کړې خو نتيجې یې مخې ته نه دي راغلي.‏ د سعودي عرب لوړ پوړی پلاوی په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې ايران د اتوار په ورځ په اسرايل د ډرون او ميزايلو برید کړی دی.‏


څيړونکي وايي، په مينځني ختيځ کې سېوا کېدونکی کړکېچ به د سعودي عرب او پاکستان د خبرو مهمه موضوع وي. ايران د پاکستان سره ‏‎900‎‏ کلوميټره ‏پوله لري.‏


اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل ‏‎320‎‏ ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې ‏‎99‎‏ فيصده راغورځولي دي.‏


د نړۍ اووه شته منو هيوادونو جي-‏‎7‎‏ هيوادونو ويلي، "ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ او قابو نه بهر شخړې د خطرې دپاره بل ګام پورته کړی دی، بايد د دې ‏نه ډډه وشي".‏ د اسرايل د دفاعي ځواکونو وياند لفټننټ کرنل پيټر لرنر سي اېن اېن ته ویلي، "ايران په بريد کې ناکامه شوی دی".‏


لرنر ويلي، تهران پوځي اډه په نخښه کړې د کوم په اړه چې ايران وايي، دغه اډه د اپرېل په لومړۍ نېټه د شام په پلازمينه دمشق کې د ايران په سفارتخانه د ‏بريد دپاره کارېدلې او دوه ايراني جرنېلان پکې وژل شوي وو.‏

هغه زیاته کړې، د شپې په هوايي بريد کې کوم تاوان نه دی اوښتی.‏


او د امریکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي سي اېن اېن ته ويلي، زیاتره ميزايلې او ډرون د ايران څخه داغل شوي دي، او ايران چې څه کړي ‏دي دا یې د نړيوالو فضايي حدودو سرغړونه کړې ده.‏

په اسرايل داغل شوو ميزايلو کې ځينې په اسرايل کې غورځېدلي خو زيات یې د رسېدو نه وړاندې په هوا کې ويشتل شوي او غورځول شوي وو.‏


چارواکو ويلي، په اسرايل کې يواځې يوه عرب اسرايلي جينۍ په ټکړو د لګېدو څخه ژوبل شوې ده.‏

کربي د ايران لخوا داغل شوو ډرون او ميزايلو راغورځول پوځي کاميابي بللې او زياته کړې یې ده په اسرايل یې ډېر کم تاوان اړولی دی.‏


ايران د اتوار په ورځ اسرايل او امریکې ته خبرداری ورکړی که د اسرايل د خاورې نه ځوابي کارروايي وشوه د ایران ځواب به هم ډېر غټ وي. ايران ويلي، په اسرايل یې حمله ختمه کړې خو لرنر ويلي، "ضروري نه ده چې مونږ د دوی خبره ومنو". ‏


جان کربي ویلي، امريکې د ايران په ډرون او میزايلو غورځولو کې د اسرايل مرسته کړې خو ورسره یې ويلي، په ايران حمله کې به برخه هم نه اخلي.‏


د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د ایران حملې ته د جواب ويلو دپاره د خپلې جنګي کابينې غونډه بللې او په ټولنيزو رسنیو یې ویلي، "مونږ حمله ‏ودرولې، مونږ په شا تمبولې او مونږ به په شريکه ګټه کوو".‏