کراچۍ — د امریکې صدر جوبايډن د اتوار/ يکشنبې په ورځ د اسرايل د وزیراعظم بين يامين نېتن یاهو سره په ټيليفون خبرې کړي، دواړه مشران د اسرايل او حماس د وسله والو ترمنځ نزدې د اووه مياشتو په جګړه غږېدلي، خو سپينې ماڼۍ په سمدستي ډول د جنګ بندۍ په اړه څه نه دي ويلي.
واېټ هاوس ويلي، دواړو مشرانو په غزه کې د سمدستي جنګ بندۍ سره د يرغماليانو په خوندي توګه خوشي کولو په اړه خبرو اترو جاج اخستی دی. د اسرايل او حماس ترمنځ جنګ بندۍ دپاره د امریکې، مصر او قطر په مينځګړيتوب د څو مياشتو راهسې روانې خبرې اوس د ځنډ ښکار دي.
سپينې ماڼۍ ويلي، نيتن ياهو سره په ټيليفوني خبرو کې صدر بايډن د 17 نړيوالو مشرانو د تړون یادګېرنه کړې، چې پکې د حماس څخه د 100 خواوشا يرغماليانو په سمدستي ډول د خوشي کولو غوښتنه شوې او د جنګ بندۍ خبره شوې ده.
حماس د جنګ ختمولو او غزې څخه وتلو غوښتنه کوي، خو نېتن یاهو مزاحمت کوي او په جنوبي غزه کې رفح ښار باندې د حملې خطره په ځای ده چرته چې خواوشا لس لکو نه زيات فلسطينيان د اسرايلي فضايي حملو د پناه په امېد دي.
واېټ هاوس ويلي، بايډن په نېتن ياهو بيا څرګنده کړې چې امریکا به په رفح کې د ځمکنيو عملياتو مخالفت کوي ځکه دغلته فلسطينيانو ته خطره ده.
ويل شوي، دواړو مشرانو غزې ته د امداد رسولو په سېوا کولو او نوې شمالي لارې په اړه هم خبرې کړي دي.
بایډن او نېتن ياهو خبرې په داسې وخت کې کړي چې د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتني بلينکن د سعودي عرب، اردن، اسرايل او سیمې د مشرانو سره د ليدو دپاره د منځني ختيځ په سفر دی.
حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې، د اسرايل په وينا په ياده حمله کې 1200 کسان وژل شوي او خواوشا 250 کسان یې یرغمال کړي وو، په يرغماليانو کې د تېر کال نومبر په میاشت کې په جنګ بندۍ کې خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړل شوي وو.
د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرایل په ځوابي عملياتو کې د 34,000 نه زیات کسان وژل شوي، اسرایل وایي په وژل شوو کې څو زره وسله وال هم شامل دي.
خيال کیږي د حماس سره اوس هم خواوشا 100 يرغماليان بندي دي او 30 هغه دي چې وژل شوي دي.
د امریکې مرکزي کمانډ (سېنټکام) ویلي، د اردن د رايل هوايي ځواک سره په ګډه یې غزه کې اغېزمنو خلکو ته فضايي مرستې رسولي دي.
اسرايل د اتوار په ورځ غزه کې فضايي حملې کړي دي.
په غزه کې د بشري بحران په اړه نړيوال مخالفت سېوا کيږي، نړيوالو مشرانو او امدادي ډلو خبرداری ورکړی په رفح د اسرايل د حملې څخه به په غټه کچه ملکي وګړي ووژل شي.
د فلسطيني اتارټۍ صدر محمود عباس امریکې ته خواست کړی په رفح دې د اسرايل حمله ودروي، هغه ويلي، د فلسطيني ولسي د تاريخ غټه تباهي به وشي.
عباس په سعودي عرب کې نړیوالې اقتصادي غونډې ته په وينا کې ویلي، امریکا د اسرايل مهم اتحادي او وسله ورکوونکی يواځينی هيواد دی، چې اسرايل د دغه جرم څخه منع کولو توان لري.
(د دې خبر ځينې معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي)