افغان طالبان: د خواجه اصف بيان "د خپلې ذمه وارۍ نه تېښته ده"‏

افغان طالبان: د خواجه اصف بيان
کراچۍ — ‏په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف بيان "د خپلې زمه وارۍ نه تېښته ده او د خپلې ‏ناکاميو توجيه کول دي". خواجه اصف تور لګولی وو، په "پاکستان کې د ترهګرۍ ‏منبع (سرچینه) په افغانستان کې ده" او کابل د وسله والو د مرکزونو په ‏اړه معلومات لري خو په دې اړه يې څه پرمختګ نه دی کړی او وسله وال په ازاده د پاکستان خلاف فعالیتونه کوي.‏


د طالبانود کنټرول لاندې د افغانستان ملي رېډيو ټيلي ويژن سره په خبرو کې ذبیح الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزير بيان "بې بنسټه بللی" او زياته کړې ‏یې ده، افغانستان خپله ستونزې لري او مشکلات یې ګاللي دي.‏

هغه ويلي، "دلته (افغانستان) د ستونزو منبع بلل غلطه خبره ده، د خپل مسوليت نه تېښته ده او د خپلو ناکامیو توجيه کول دي".‏


مجاهد زیاته کړې، "که د پاکستان هدف د هغو د طالبانو تحریک (تحریک طالبان پاکستان) وي نو هغه خو شل کاله هلته موجود وو جګړه یې کړې ده هغه ‏خو د دوی خپله ستونزه ده، او که امنیتي ستونزې لري هغه خو د دوی د کورنيو موضوع برخه ده دا په افغانستان پورې تړل ناانصافي هم ده او غلطه هم ده ‏مونږ یې ردوو".‏


د طالبانو وياند ویلي، "داسې تورونه بايد ونه لګي، اصلي د ستونزو حل بايد په خپل کور کې ولټول شي".‏

خواجه اصف په اېکس (پخواني ټويټر) پوسټ کې دعوه کړې، "په افغانستان کې د ترهګرو ځالې معلومې دي"، هغه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د ‏نوم يادولو بغېر ويلي، "هغوی د ترهګرو په ځالو خبر دی او د هغې باوجود د هغوی خاوره د پاکستان خلاف په ازاده توګه استعماليږي".‏




د پاکستان د دفاع وزیر دا تازه تور په داسې وخت کې لګولی چې په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله سيمه کې په يو قافله ځانمرګي بريد کې د ‏چينايي وګړو ګاډی په نخښه شوی، پينځه چينايي اينجينيران او پاکستانی ډرايور یې پکې وژل شوي وو.‏


پاکستان تور لګولي تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کې شتون لري او د پاکستان خلاف حملې کوي.‏

بشام کې په چينايانو ترسره شوی بريد څخه تحریک طالبان پاکستان د لاتعلقۍ ويلي وو.  د ياد بريد زمه واري تراوسه پورې چا نه ده منلې.‏


پاکستان د روانې میاشتې په ‏‎18‎مه نېټه د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جنګي الوتکو د لارې د ترهګرو په نخښه کولو دعوه کړې خو طالبانو دغه ‏بريدونه غندلي او ویلي يې وو، په بريدونو کې اتنه تنه ښځې او ماشومان وژل شوي وو.‏


پاکستان په افغانستان کې بريدونه وروسته له هغې کړي چې په ‏‎16‎م مارچ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعې شمالي ‏وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏