اقتصادپوهان: د پاکستان اقتصاد هله پیاوړی کېدای شي چې پوځ امنیت اؤ حکومت اقتصادي اصلاحاتو ته پام وکړي

اقتصادپوهان: د پاکستان اقتصاد هله پیاوړی کېدای شي چې پوځ امنیت اؤ حکومت اقتصادي اصلاحاتو ته پام وکړي
اسلام اباد — د اقتصادي چارو ماهرين وايي که د پاکستان پوځ امنیت ټینګ وساتي او حکومت پراخه اقتصادي اصلاحات وکړي نو بيا ممکن ده چې پاکستان په اقتصادي لحاظ سره يو څه استحکام ومومي. 


تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير وېلي وؤ، په اوسني دور کې د اقتصادي استحکام پرته بشپړه ازادي ممکنه نه ده او زياته کړې یې ده چې د پاکستان د سوکالۍ او پرمختګ په وړاندې به بې ثباتي ونه زغمل شي.


د پاکستان د پوځ مشر دغه خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د پاکستان حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف ته د نورې قرضې خواست کړی دی او ورسره هڅه کوي چې د دوستو هېوادونو څخه پانګونې هم راوړي.


پاکستان دا وخت د خراب اقتصادي صورتحال، سياسي عدم استحکام او د ترهګرۍ د ګواښ سره مخ دې او څېړونکي وايي د اي اېم اېف څخه د پور د يو اوږد مهاله پروګرام لاسلیک کولو ترڅنګ دغه هېواد ته د پراخه اقتصادي اصلاحاتو هم ضرورت دی.


د اقتصادي چارو کارپوه او استاد ډاکټر انور شاه وايي د آي اېم اېف پور د پاکستان د اقتصادي ستونزو عارضي حل دې.


وي او اې ډيوه سره خبرو کې  ډاکټر انور شاه وایي د پاکستان اصل مسله داد ه چې د ډالرو په امدن او لګښت کې توازن نه شته او د ده په وینا دا عدم توازن به هله ختميږي چې پاکستان د نورو هېوادونو سره تجارت زيات کړي:


"چې داسې د بهر دنيا نه ډالر وګټو، بهرنیو هیوادونو ته خپل لېبر فورس ولېږو، نو تر څو چې داسې ونه کړو نو د آي اېم اېف سره 24 څه چې 26 پروګرامونو ته هم تللې شو".


د پوځ د ویاندې ادارې آي اېس پي ار ترمخه ، جنرل عاصم منير ویلي، پوځ به د پاکستان د اقتصادي پرمختیا دپاره هر ډول ممکنه مرستې ورکوي، او پوځ به د کوټلي ملي امنیت او ګډې خېر ښېګړې د هڅو په لړ کې خپل کردار ادا کوي.


له دې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب تمه څرګنده کړې وه، چې د روان مالي کال 2023 / 2024 تر پائ به د پاکستان د غېر ملکي ذر مبادلې ذخيره لس اربه ډالرو ته ورسيږي.


د مالي چارو کارپوهان وايي د پاکستان حکومت د پوځ تر مشرۍ لاندې د نړیوالو پانګوالو هڅولو لپاره د اېس اي اېف سي جوړه کړې ده خو دغه ادارې لا تراوسه پورې کوم عملي کار نه دې کړې.


اقتصاد پوهه  شهريار بټ ډیوه سره خبرو کې وویل ، که چرې د پاکستان حکومت د معیشت په دستاویزي کولو کې کامياب شي د توک پرچون کاروبار کونکي او واړه دوکانداران، زراعت او د مځکو کاروبار کوونکي يې د ټېکس په داېره کې راوستل نو دا به د هېواد د کمزوري اقتصاد ښه کولو په لوري غوره ګام وي.


نړيوال بېنک د تېر زيارت په ورځ خبردارې ورکړی ؤ چې په منځني ختيځ کې روانه شخړه، د ګرانۍ د ستونزې په هواري کې په نړيوالو هڅو کې ځنډ اچولې شي او دا په ګرانې کې د لا نورې اضافې سبب ګرځېدې شي


اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي ،که په مينځني ختيځ کې تاو تريخوالې سېوا کېږي نو د تېلو نرخونه به ورسره هم زياتيږي نو د ډالرو د کمي سره مخ د پاکستان لپاره به دا يو بد حالت وي.


د نړیوال بېنک د اندازې ترمخه د موجوده حالاتو په تناظر کې د ګرانۍ په کچه  کې به سږ کال نزدې يو فيصد اضافه کېږي.