روسیې، په هاګ کې د ملګروملتونو له لویې محکمې غوښتي دي چې پر اوکراین د دې هېواد د یرغل قضیه لغو کړي.
مسکو دا قضیه د بېچاره ګۍ هغه هڅه بللې چې هدف یې د اوکراین په ختیځ کې د جینوسایډ یا ډلوژنې د مخنیوي په هدف د پوځي اقدام د توجیه لپاره د مسکو د استدلال شنډول دي.
روسیې دا غوښتنه د ملګرو ملتونو په دې اړونده محکمه کې د اوکراین له خوا د وړاندې شوې دعوې مقدماتي استماعیه غونډې ته وړاندې کړه. تمه ده چې دا غونډې به د سپټمبر تر ۲۷مې پورې دوام وکړي.
اوکراین دا دعوه د ۲۰۲۴ کال د فبروري په ۲۴مه د روسیې د یرغل په لومړیو کې پیل کړه.
کییف وايي، مسکو په دې استدلال سره چې ګنې پر اوکراین یرغل ځکه موجه و، چې د اوکراین په ختیځ کې یې د ډلوژنې مخنیوی کړی، نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.