قطر په منځګړيتوب د يوې هوکړې له مخې خوشي شوي پنځه امریکايي بنديان له ايران څخه امریکا ته پر لاره دي. له ايران څخه راپورونه وايي، د دغو کسانو الوتکه له تهران څخه د قطر دوحې ته تللې چې له هغه ځایه امریکا ته ځي. د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ هم تائيد کړې چې د دغو کسانو الوتکه قطر ته رسېدلې ده.ايراني چارواکي وايي، د شرایطو له مخې امريکا د ايران د تېلو شپږ ميليارده ډالره کنګل شوې پیسې له سويس څخه د قطر بانکي حسابونو ته لېږدولې دي. ایران په جنوبي کوریا باندې د تېلو د خرڅولو له درکه شپږ میلیارده ډالر لرل، چې د امریکا د مخکني ولسمشر دونلډ ټرمپ له لوري پر ایران د بندیزونو لګولو وروسته ګنګل شوي وو.