اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو موټر چلوونکی د خپل کلینډر له لوري د «پیچکش» په ګوزار وژل شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې دغه پیښه نن (چهار شنبه ۱ د وږي) د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ډکې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
زابلی زیاتوي، چې د موټر چلوونکي او د هغه د کلینډر ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته کلینډر موټر چلوونکی په پېچکش په سینه وهلی او ځای پرځای یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي وویل، موټر چلوونکی او کلینډر دواړه د هرات ولایت اوسېدونکي دي، چې په ټرانزیټي برخه کې یې موټر چلاوه.
زابلي د موټر چلوونکي او د هغه د کلینډر ترمنځ د شخړې لامل نه دی څرګند کړی.
نوموړی زیاتوي، چې په قتل تورن نیول شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به د طالبانو عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
The post ننګرهار کې یو موټر چلوونکی د خپل «کلینډر» له لوري ووژل شو appeared first on اطلاعات روز پشتو.