ادرغان د يوې بلې دورې لپاره د ترکيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

ادرغان د يوې بلې دورې لپاره د ترکيې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
رجب طیب اردغان نن د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د ترکیې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.


۶۹کلن اردوغان ژمنه وکړه چې د حکومت له موجودیت او خپلواکۍ به ساتنه کوي.


نوموړي د پرانیستې له مراسمو وروسته وویل: "موږ د نورو پنځو کلونو لپاره د خپل هېواد او ملت د خدمت کولو خوښي تجربه کوو. زه هیله‌من یم چې دا ټاکنې به زموږ د ملت لپاره نوې دروازې پرانېزي."


رجب طیب اردوغان د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ ترسره شوې، خپل سیال کمال قلیچدار اوغلو ته ماتې ورکړه.


د اردوغان د ولسمشرۍ د دریمې دورې په پیلېدو سره په ترکیه کې د هغه واک دریمې لسیزې ته داخل شو.