روس د اوکراین په پایتخت باندې د ډرونونو تر ټولو لوی برید وکړ

روس د اوکراین په پایتخت باندې د ډرونونو تر ټولو لوی برید وکړ
واشنګټن  - روس تېره شپه د اوکراین په پایتخت کیېف باندې د ډرونونو داسې یوه حمله وکړه چې د اوکراین جګړې د پیل راهېسي د ډرونونو دومره ستره حمله هلته نه وه شوې. دا برید په داسې وخت کې شوی چې د کیېف ښار د جوړېدو د جشن دپاره کوم چې د اتوار/یکشنبې په ورځې و، آمادګۍ روانې وې. د کیېف مېئر/ښاروال ویتالي کلېچکو وویل چې په برید کې یو تن وژل شوی دی.


د اوکراین فضایي ځواک ویلي چې څه باندې پنځوس (۵۰) ډرونونه یې په هوا کې ویشتلي او راغورځولي، مګر دا یې نه ده واضحه کړې چې دا ټول ډرونونه د کیېف په سر و او که د اوکراین د مختلفو سیمو په فضایي حدودو کې.


صدر ولودیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ورځ وویل، "نن د پابندیو یوه بله ورځ ده." هغه زیاته کړه چې دوه سوه و شل (۲۲۰) کمپنیو او یو پنځوس (۵۱) تنانو باندې پابندۍ لګول شوي چې "اکثره یې روسان دي، کوم چې د ترهګرۍ دپاره یې کار کولو."


صدر زېلنسکي پخپلو خبرو کې وویل: "کله چې روسانو دا یرغل شروع کړ، هغوی نړۍ ته داسې کتل لکه ځانونو ته چې په هېنداره کې ګوري. هغو فکر کولو چې په نړۍ کې هر یو تن، ګني داسې مذموم او حقیر خلک دي لکه د روس مشران چې دي. مګر دنیا داسې نه ده، دنیا مونږ سره مرسته وکړه چې ځانونه محفوظ وساتو."


بل اړخ ته د برطانیې دفاع وزارت پخپل روزانه استخباراتي رپوټ کې ویلي، هغه مېډیا او کاروباري ډلې چې د روس ملاتړ ورسره دی، د روس اقتصاد وزارت ته وړاندیز کړی چې "د جګړې له امله د اقتصادي تقاضا په بنیاد" د هفتې کاري ورځې، شپږ ورځې کړي. البته داسې ښکاري چې د یوې کاري ورځې په اضافه کېدو به تنخوا نه اضافه کیږي.


د برطانیې په راپور کې راغلي چې مارګریتا سیمونیان، کوم چې "د روس یوه مخکښه پروپګېنډه کوونکې" بلل شوې، په دې وروستو کې یې په روسانو غږ کړی چې د وسلو په کارخانو کې دې هره ورځ دوه ساعته اضافه کار وکړي.