السلوادور کې د فوټبال مسئولین د نندارچیانو په 'قتل' تورن او نیول شوي

السلوادور کې د فوټبال مسئولین د نندارچیانو په 'قتل' تورن او نیول شوي
په السلوادور کې څارنوالۍ د فوټبال یو شمېر مسئولین تورن کړي دي چې د «حرص» او پېسو ګټلو د لالچ له کبله یې ټېل ماټېل جوړ شوی او ۱۲ تنه مړه شوي دي. د فوټبال پنځه مسولین نیول شوي دي.