د بښنې نړیواله ټولنه: له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلن باید بشر ضد جنایت وبلل شي

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید بشر ضد جنایت وبلل شي. دا څرګندونې په یوه تازه رپوټ کې شوي چې د بښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو د نړیوال کمېسیون له لوري چمتو شوی دی. په دغه ۶۲ مخیز رپوټ کې د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودیدو جزییات یاد شوي او ویل شوي دي چې باید یې په تړاو د احتمالي بشری جرمونو په توګه پلټنې وشي.