ستوریه خان مشال: "د افغان نجونو غوندې له زدکړو منع او ناهیلې وم، خو همت تر بري ورسولم"

د مشال خان خور ستوریه خان مشال وايي، د خپل ورور تر وژل کېدو وروسته لکه د افغان زدکوونکو نجونو له ښوونځي منع او ناهیلې وه، خو همت یې وکړ او اوس د امریکا له بفلو پوهنتون د لیسانس په کچه فارغه شوه. دې دا بری د خپل ورور تر څنګ افغان نجونو ته ډالۍ کړی او د لر او بر پښتنو او حکومتونو نه غواړي چې د ښځينه و پر مخ دې د زدکړو دروازې پرنیزي.