د طالبانو مشر خپلو چارواکو ته: "زامن مو خپلو دفترونو کې مه ګومارئ"

د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده په یوه "فرمان" کې د خپل حکومت چارواکو ته ویلي، په خپلو دفترونو کې دې زامن له ځان سره نه ګوماري. د طالبانو د مشر له لوري په دغه خپاره شوي‌ فرمان کې راغلي، "ټولو وزارتونو،‌ ریاستونو او د ادارو چارواکو ته امر شوی" چې د خپلوۍ پر بنسټ خلکو ته د "دندو له ورکولو ډډه وکړي." د ښاغلی هبت الله په "شفاهي" فرمان کې دا هم ویل شوي‌،‌ هغو طالب چارواکو چې "په خپلو ادارو کې یې یو یا څو زامن مقرر کړي"،‌ له دې وروسته دې له دندو لېرې کړل شي‌ او پر ځای دې نور کسان وګوماري.