ځانګړی رپوت؛ افغانان وږي ماشومان نشه کوي او د خپل بدن غړي پلوري

بي بي سي موندلې افغانستان کې ځینې خلک د سختې بې‌وزلۍ له کبله خپلې لوڼې او د بدن غړي خرڅوي،‌ ځینې نور بیا خپلو وږو ماشومانو ته نشه‌کوونکي درمل ورکوي. دا هېواد له ژور انساني کړکېچ سره مخامخ دی. بي بي سي لوېدیځ هرات ولایت کې له ځینو کورنیو سره غږېدلې چې وايي د خوړو او درملو رانیولو لپاره اړ شوي چې د خپلو ټیټ عمره لوڼو د ودلو لپاره دوی وپلوري. ‌