د خبریالې ټیکري پر سرولو له غوښتنې وروسته سي این این له ایراني ولسمشر سره مرکه لغوه کړه

د سي این این خبري شبکې مشهورې خبریالې کرستیان امانپور له هغه وروسته په نیویارک کې له ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي سره مرکه لغوه کړه، چې نوموړي وویل، د لیدنې پر مهال باید اغلې امانپور ټیکری پر سر کړي.