پوځي خدمت ته له غوښتل کېدو وروسته هغه روسیان د پولو پر لور تښتېدلي چې نه غواړي اوکرایین کې جګړه وکړي

اوکرایین ته د نورو پوځیانو استولو له روسي اعلانه وروسته د دې هېواد په پولو کې د هغو کسانو ګڼه ګوڼه لیدل شوې، چې له هېواده تښتي. په دې هکله د چهارشنبې پر ورځ ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، اوکرایین ته اضافي ځواکونه استوي. اټکل کېږي چې د نویو استول کېدونکو احتیاط ځواکونو شمېر به تر ۳۰۰ زره پوځیانو پورې ورسېږي.