د تورکیې سرې میاشتې په افغانستان کې زلزله ځپلو سیمو ته خوراکي توکي لیږلي دي

د تورکیې د سرې میاشتې ادارې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د تېرې ورځې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه یو په شدت سره  زلزلې له امله زیانمنو شویو ۵۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ولېږل.