سلگونه مړي او ټپیان؛ د وروستۍ زلزلې د تلفاتو شمېرې مخ په زیاتېدو دي

پکتیکا او خوست ولایتونو او د هغو شاوخوا سیمو کې د سه شنبې شپې د زلزلې له امله ډېر شمېر کسان مړه او ټپیان شول. طبیعي پېښو ته د پاملرنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت اعلان کړی، چې په دې زلزله کې لږ تر لږه ۹۲۰ کسان مړه او ۶۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. له دې شمېرو وروسته، پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم وویل، چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د زلزلې قربانیان دوه زره او ۵۰۰ تنو ته رسېدلي دي. په دې لړ کې، په نړیوالو مرستندویه سازمانونو کې سرچینې وایي، چې د تېرې ورځې تر پایه یې کابو ۴۱۴ تنه مړي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان ثبت کړي دي. د ویلو ده، چې په هېواد کې دغې زلزلې کورني او نړیوال غبرګونونو راپارولي دي. سیاسیون، هېوادونو، بهرنیو بنسټونو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو د دغو قربانیانو پر ملاتړ ټینګار وکړ. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری بنسټونو د دغې طبیعي پېښې قربانیانو ته د مرستو وړاندې کولو بهیر پیل کړی دی.


د سه شنبې شپې زلزلې د افغانستان او پاکستان ځینې برخې ولړزولې. د امریکا د زلزلې سنجولو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، د دغې زلزلې مرکز خوست ولایت و. په دې لړ کې، د سه شنبې شپې زلزلې د پکتیکا په ځینو برخو کې هم انساني ناورین رامنځته کړی دی. د امریکا د زلزلې سنجولو مرکز د دغې زلزلې پیاوړتیا ۵.۹ رېښتره او ژوروالی یې په خوست ولایت کې ۵۱ کیلومتره اعلان کړی. په دې حال سره، وروستۍ زلزلې تر ټولو ډېر مالي او ځاني زیانونه د پکتیکا په نکه، ګیاڼ، برمل او زیروک ولسوالیو او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې اړولي دي.


له دې زلزلې وروسته، د تلفاتو په اړه بېلابېلې شمېرې خپرې شوې. د طالبانو تر ادارې لاندې طبیعي پېښو ته د پاملرنې په چارو کې د دولت وزارت له دې پېښې څو ساعته وروسته اعلان وکړ، چې د زلزلې له امله، لږ تر لږه ۹۲۰ تنه مړه او ۶۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت معین شرف الدین مسلم چهارشنبه د چنګاښ پر لومړۍ نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې په هېواد کې له زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې د هر وژل شوي کورنۍ ته به ۱۰۰ زره افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته به ۵۰ زره افغانۍ ورکړل شي. د ویلو ده، چې وروسته بیا دغه پیسې ۱۰۰ میلیون افغانیو ته واوښتې.


په دوام کې څو ساعته وروسته، پکتیکا کې ځایي طالبانو یو ځل بیا اعلان وکړ، چې یوازې په برمل او ګیاڼ ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله د وژل شویو او ټپیانو شمېر تر دوو زرو او ۵۰۰ تنو زیات دی.


پکتیکا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدامین حذیفه د تلفاتو شمېرې په تاییدولو سره وویل، چې ښایي د دې طبیعي پېښې له امله د قربانیانو شمېر زیاتوالی ومومي. د هغو معلوماتو له مخې، چې تېره ورځ وړاندې شول، په دغو دوو ولسوالیو کې کابو زر تنه مړه شوي او یو زر او ۵۰۰ تنه نور ټپیان دي. د طالبانو ځایي مسوولانو ټینګار کړی، چې د پلټنې بهیر روان دی او ښایي د هغو نامعلومو کسانو شمېر چې تر اوسه بند پاتې دي تر سلو تنو ته ورسېږي.


په دې لړ کې د طالبانو د شمېرو خلاف، نړیوالو مرستندویه سازمانونو د تېرې ورځې تر پایه پورې د تلفاتو شمېر ۴۱۴ مړه او تر ۵۰۰ زیات ټپیان تشخیص کړل. یوې سرچینې وویل، چې د دغو بنسټونو د موندنو له مخې، د سه شنبې شپې د زلزلې له امله د پکتیکا په ګیاڼ ولسوالۍ کې ۲۲۲ تنه وژل شوي او ۳۰۰ تنه ټپیان دی. همداراز په برمل ولسوالۍ کې ۱۶۵ تنه مړه او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي او په زیروک ولسوالۍ کې ۲ تنه وژل شوي دي. دغه بنسټ جوته کړې، چې د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې ۲۵ تنه مړه او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د ویلو ده، چې د دغو بنسټونو راپورونو ته په پام، دغه شمېرې په رسمي توګه ثبت شوې او د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر د بدلون په حال کې دی.


د دغو بنسټونو د موندنو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یو زره او ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او په دغو دوو ولسوالیو کې کابو ۷۰ سلنه استوګنځي زیانمن شوي دي. دغه بنسټ انګېرلي، چې د ژغورلو او پلټنې عملیاتو په دوام سره به، د تلفاتو شمېرې زیاتوالی ومومي. په دې لړ کې، په هغې ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، د پکتیکا یو اوسېدونکی د زلزلې ځای ښیي، چې د یوې کورنۍ د ۳۲ غړو له وژل کېدو کیسه کوي. همداراز د خپرو شویو راپورونو له مخې، په برمل ولسوالۍ کې یوه کس د خپلې کورنۍ ۱۷ غړي له لاسه ورکړي دي.


په خوست او پکتیکا ولایتونو کې وروستۍ زلزلې او تلفاتو یې ډېر غبرګونونه له ځان سره لرلي دي. بهرنیو هېوادونو او د ټولنیزو شبکو کارکوونکو دغه پېښه بشري ناورین بللی او د قربانیانو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی. ځینو هم طالبان د دې پېښې د مدیریت په برخه کې پر بې وسۍ تورن کړي او له خلکو یې غوښتي چې له خپلو وطنوالو سره دې مرسته وکړي. یو شمېر سیاستوالو د بیانیو په خپرولو سره، له دې پېښې خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي کړې ده. هغوی له ملي او نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې له زیانمنو سره دې مرسته وکړي. د مقاومت جبهې هم له مرستندویه او خیریه بنسټونو غوښتي، چې «ژر تر ژره دې تر خپلې وسې» د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې ځپلو سره مرسته وکړي.


د نړۍ د کاتولیکو مشر پاپ فرانسس، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر انکین هویتفیلډ، اروپایي ټولنې، ایران، پاکستان، هند او چین هېوادونو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو هم د دې پېښې په تړاو خپله خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې له امله زیانمنو ته د مرستې رسونې لپاره یې د چمتوالي اعلان کړی دی.


په دې منځ کې، د هېواد د مخکیني حکومت یو شمېر سیاستوالو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو طالبان د دې پېښې په مدیریت کې پر بې وسۍ تورن کړي دي.


د ویلو ده، چې خلک په هېواد کې د طبیعي پېښو د زیاتوالي له امله له زړه بوږنوونکو پایلو اندېښمن دي. له دغو پېښو او د هېواد له پرځېدلي اقتصاد وروسته، د کلیو د اوسېدونکو عاید سخت زیانمن شوی دی. دوې اوونۍ مخکې، د طالبانو د شخړې له امله د نورستان او کونړ په ځنګلونو کې اورلګېدنه وشوه او لسګونه هکتاره ځنګل وسوځېد.


همداراز د شمال په ځینو ولایتونو کې د سېلابونو له امله لسګونه کورونه زیانمن شول او د خلکو ځینې کروندې له منځه ولاړي. دا په داسې حال کې ده، چې په کابل، بامیان، بغلان، پروان او ځینو نورو ولایتونو کې هم له دوو ورځو راهیسې ګردباد او بارانونه روان وو او له ویجاړوونکو سېلابونو د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي. له بلې خوا، سږ کال وچکالۍ د کرنیزو محصولاتو یوې لویې برخې ته زیان رسولی او د کرنیزو توکو د تولیداتو پر کچې یې منفي اغېزه کړې ده.


The post سلگونه مړي او ټپیان؛ د وروستۍ زلزلې د تلفاتو شمېرې مخ په زیاتېدو دي appeared first on ۸صبح ورځپاڼه.