افغان کونډې: طالبانو مرستې راباندې درولې دي، وايي، ولې مېړه نه کوئ؟

"طالبانو ته چې ورشې چې کونډه یم، بې سرپرسته یم، یا کار راکړئ او یا مرسته وکړئ.‌ راته وايي، ولې مېړه نه کوې؟ لوڼې دې ورکړه. چا ته دې ساتلې دي؟ دوی سره هېڅ خبره نه کېږي". دا د درېیو لوڼو یوې کونډې مور سکینې خبرې دي. د کونډو نړېوالې ورځې په مناسبت بي بي سي پښتو له یو شمېر هغو افغان مېرمنو سره خبرې کړې چې په بېلا بېلو پېښو کې یې خپل مېړونه له لاسه ورکړي دي. د امنیتي خوندیتوب لپاره یې نومونه مستعار کاروو. دوی نېوکه کوي چې د طالبانو نظام له راتګ سره که یو خوا کار کول ورته ستونزمن شوي نو بلخوا هغه مالي مرستې هم پرې درول شوې دي چې په تېر حکومت کې یې ترلاسه کولې. طالب چارواکي څه ځواب ورته لري؟ په دغه رپوټ کې مو کتنه ورته کړې ده.