د پاکستان سرپرست صدراعظم په انتخاباتو کې د پوځ لاسوهنې امکان رد کړ

د پاکستان سرپرست صدراعظم په انتخاباتو کې د پوځ لاسوهنې امکان رد کړ
د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ وایي تمه لري چې پدې هیواد کې راتلونکي عمومي انتخابات به په ۲۰۲۴ کال کې وشي او هغه امکانات یې هم رد کړل چې ګڼې پوځ به د دې انتخاباتو د نتیجې په بدلولو کې اغیز ولري تر څو یقیني کړي د عمران خان ګوند دا انتخابات ونه ګټي.