د افغانستان، ایران پولې ته څېرمه ځواکونه لیدل شوي؛ طالبان وايي، اسلام کلا کې وضعیت عادی دی

له ایران سره د افغانستان پر ګډه پوله د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته په غبرګون کې د طالبانو دفاع وزارت ویلي، د ځواکونو خوځښت د معمول له مخې ترسره شوی. دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د سیمې ځايي اوسېدونکو ویلي، دواړو خواوو خپل ځواکونه پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي دي. د هرات په اسلام کلا بندري ښارګوټي کې ځايی خلکو د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي ایران او د طالبانو حکومت دواړو خپل ځواکونه د پولې شاوخوا کې ځای پر ځای کړي دي.