په کندهار کې ځينې باغداران: د انځرو باغونه مو د وچېدو ګواښ سره مخ دي

په کندهار کې ځينې باغداران: د انځرو باغونه مو د وچېدو ګواښ سره مخ دي
په کندهار کې د انځرو باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.


د کندهاري انځرو لویه برخه په شاولیکوټ ولسوالۍ کې دي، د باغ لرونکو په وینا د دغه سیمې اوبه تر ۳۰۰ متره پوري ښکته شوي او که اوبه ورته ونه رسېږي نو زرګونه جریبه باغونه به يې له تندې وچ شي.


بلخوا د کندهار د سوداګرۍ خونه وايي چې انځر د افغانستان د صادراتو مهمه برخه ده چې تېر کال کې له کندهاره د ۱۶ ميلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ټنه انځر بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.


نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: