د عامې روغتیا وزارت لخوا پرون د استقلال په روغتون کې د بېړنۍ پاملرنې څانګه پرانیستل شوه او فعالیت یې پیل کړ. دغه څانګه دولس بسترونه لري او د عامې روغتيا وزارت پر لګښت پر ټولو طبي معیاري وسايلو سمبال ده. د عامې روغتیا وزیر په یاد روغتون کې د دې برخې جوړېدل د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ دا د جدي اړتیا وړ کار بللی دی. ډاکتر قلندر عباد د هېواد په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو ترڅنګ ویلي؛ وزارت هوډمن دی، چې په هره ولسوالۍ کې يو روغتون جوړ کړي.