سیاف: "د ښځو او نجونو تعلیم فرض دی، څوک دې شریعت نه بدناموي"

د افغانستان یوه پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت بندیزونه ننګولي او په وینا يې خپلو "تنګو نظرونو او تګلارو ته دې د شریعت نوم نه ورکوي." هغه وویل "هغه څوک چې وايي په نجونو او ښځو علم نه دی فرض دوی، له شریعته بې خبره دي، پوهه نه لري او په شریعت کې ژور نه دي تللي." د هغه په وینا د طالبانو د ناسمو کړنو له کبله "په ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول په افغانانو د ترهګرو نوم پروت دی."