د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک اعلان وکړ چې، د زیانمنونکو افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو د ترلاسه کولو بهیر درول شوی دی. آلماني رسنیو د هغې له قوله راپور ورکړی، چې دا موضوع موقتي ده او هېواد یې د دغه سیستم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله دا پرېکړه په موقت ډول کړې ده. که څه هم دې د ناوړې استفادې د څرنګوالي په اړه څه نهدي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه یې د تېرې چهارشنبې په ورځ کړې او د پاکستان او ایران په سفارتونو که به پلي کېږي. د بهرنیو چارو وزیرې دا هم ویلي چې، په راتلونکو ورځو کې به دوی زیانمنو افغانانو ته، امنیتي پوښتنپاڼه توزیح کړي څو د ناوړې ګته اخیستنې مخنیوی وشي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې، د ط البانو د بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې یې ۲۸ زره او ۶۰۰ تنه افغانانو ته ویزې ورکړې دي.