ایران اذربایجان له اسرائیلو د "دسیسې" په همکارۍ تورن کړ

په یوه اوونۍ کې په دویم ځل، د ایران لوړ پوړي چارواکي د اذربایجان جمهوریت تورن کړ چې د تهران په ضد د "دسیسې" لپاره اسرائیلو ته خپله خاوره ورکوي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني نن جمعه ویلي، اسرائیل غواړي د اذربایجان جمهوریت خاوره د ایران د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښ په توګه وکاروي. ښاغلي کنعاني دا خبرې په تل ابیب کې د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جیجون بایراموف سره په کتنه کې د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزیر ایلي کوهن د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.