په کندهار کې له یو خصوصي شرکت سره د ښور اندام سمنټو کان د استخراج تړون لاسلیک شو. د دې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست سرپرست وایي، په دې پروژه سل مېلیونه ډالره پانګونه شوې چې په کال کې به د یو میلیون ټنو سمنټو د تولید ظرفیت ولري. بلخوا، د تړون کوونکي خصوصي شرکت مسوولین وایي، پر دې پروژې به سل مېلیونه ډالره پانګونه وکړي او راتلونکي کال کې به په عملي توګه د سمنټو د تولید چارې پیل شي. په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي د دغې پروژې له پيلېدو هرکلی کوي او له سرپرست حکومت او ملي سوداګرو غواړي چې په ورته نورو پروژو هم پانګونه وکړي. د کندهار د سمنټو کان د هیواد په کچه یو له لویو کانونو شمېرل کېږي چې د مسوولینو په خبره د استخراج له پيلېدو سره به تر ډېره په هیواد دننه د سمنټو له پلوه اړتیاوې پوره کړي.