طالبان: هند او نورو هېوادونو کې روزل شويو افغان پوځیانو ته دندې ورکوو

طالبان: هند او نورو هېوادونو کې روزل شويو افغان پوځیانو ته دندې ورکوو
د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت وايي، چې په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان پوځیان به په دندو وګوماري.


د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بېګا له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په بهر کې روزل شوي افغان پوځیان د هېواد شتمني وبلله.


هغه وویل: "په هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان نظامیان د وطن کدري شتمني ده. د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت تیار دی چې یاد کسان د خپلو زده کړو او مسلک مطابق پر دندو وګوماري."


د طالبانو حکومت په هند کې روزل شویو افغان پوځیانو ته په دولتي چوکاټ کې د دندو د ورکولو ژمنه داسې مهال کوي چې هند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله واستوله او په دې توګه یې په افغانستان کې خپل ډيپلوماتیک حضور یوځل بیا پیل کړ.