سرچینه: سرپل کې لا هم د طالبانو او قوماندان مهدي وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده

سرچینه: سرپل کې لا هم د طالبانو او قوماندان مهدي وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده
د سرپل په بلخاب کې نن هم د طالبانو او د دې ډلې د جلا شوي قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي.


له طالبانو د جلا شوي هزاره قوماندان مهدي مجاهد پلویان وايي، له تېرې شپې راهیسې د دوی پر سنګرونو د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي، خو طالبان په دې اړه چپ دي.


مهدي مجاهد ته یو نږدې کس د خپل نوم د نه ښودلو په شرط یې ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، طالبانو په دې جګړه له هوايي ځواکه هم کار اخیستی او د مهدي مجاهد استوګن‌ځای یې بمبار کړی دی.


هغه وویل: "د ولسوالۍ تر مرکزه نږدې راغلي وو، خو د ولسي پاڅون کوونکو له سخت غبرګون سره مخ شول او بریدونه یې دفعه شول. نن نږدې لس بجې او دېرش دقیقې یې جنګي الوتکو د جناب مولوي صاحب استوګن ځایونه بمبار کړل، خو زیان نه‌لري."


طالبانو لا نه‌ده تایید کړې، چې د مهدي مجاهد په استوګنځای یې هوايي برید کړی دی، خو پرون یې ویاندویانو د تېر په څېر په بلخاب کې جګړه رد کړه.


له دې وړاندې طالبانو په پنجشېر د ملي مقاومت جبهې سره هم د جګړې راپورونه ردول، تر دې چې وروسته یې خپله ومنله چې هلته یې یو شمېر وسله‌وال وژل شوي دي.




تر خوا یې د ملي مقاومت جبهې په یوه تازه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د سرپل د بلخاب په جګړه کې یې د سمنګانو د دره صوف بالا لپاره د طالبانو ټاکل شوی امنیه قوماندان له ۱۰ ملګرو سره د ځايي پاڅون کوونکو له‌خوا وژل شوی دی.


هغه ادعا چې طالبانو نه‌ منلې او نه یې رد کړې ده.


خو د ملي مقاومت جبهه وايي، دا کسان د مهدي مجاهد د پلویانو له‌خوا نیول شوي کمین کې وژل شوي دي.


د مقاومت جبهې اعلامیه کې په بلخاب کې د روانې جګړې په اړه لیکل شوي، جګړه روانه ده او له تېرې شپې راهیسې ۱۴ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.


په بلخاب کې د طالبانو او د هغوی له ډلې د جلا شوي هزاره قوماندان مهدي مجاهد ترمنځ د جګړې له پیل درېیمه ورځ ده.


دا جګړه وروسته تر دې پیل شوه چې سیمې ته د یوې هوکړې لپاره د طالبانو د لېږل شوې پلاوي خبرو پایله ورنه کړه.


مهدي مجاهد د طالبانو په حکومت د هزاره قوم لپاره د زیاتې ونډې غوښتنه کوله او له طالبانو سره یې د ټکر دلیل همدا ټکی بلل کېږي.


خو لا طالبانو په رسمي توګه دا خبره نه‌ده تایید کړې.


دا د مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ تحریک وروسته، د طالبانو پر ضد د وسله‌‌وال مزاحمت درېیمه پېښه چې عملاً یې د جګړې ډګر ته دانګلي دي.