ننګرهار کې د پولیو دریمه مثبته پېښه ثبت شوه

اطلاعات روز: روغتیايې چارواکي وايي، تازه په ننګرهار ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ دریمه مثبته پېښه ثبت شوې ده.





دملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه وایي، دغه پېښه نن (پنج شنبه، ۴ د غبرګولي) د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ اړوند «لنډي جامع جومات کلي» کې ثبت شوې او یو دوه نيم کلن ماشوم په کوزڼ یا د پولیو په ویروس اخته شوی دی.





نوموړی زیاتوي د یاد ماشوم سمپل یا نمونه له تشخیص وروسته معلومه شوې چې پر ګوزڼ یا پولیو ویروس اخته شوی دی.





د نوموړي د معلوماتو له مخې چې د روان ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې دا د پولیو دریمه مثبته پېښه ده چې ننګرهار کې ثبت شوه.





سید کمال شاه زیاتوي: «یو دوه نیم کلن ماشوم د پولیو په وایروس اخته شوی او نمونه یې مثبته شوې ده، چې دې سره دا دریمه پېښه شوه له دې وړاندې په کوټ او بټي کوټ ولسواليو کې هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې وې، د دې لپاره په جون میاشت کې په ختیځه حوزه کې د واکسین کمپاین پلان شوی څو د پولیو مخنیوی وکړو.»





د هغه په خبره په ختيځه سیمه کې د ګوزڼ د تازه مثبتو پېښو په ثبتیدو سره دغلته ټول تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي.





له دې نږدې څو اوونۍ وړاندې د پولیو یوه مثبته پېښه په کوټ، بله یې په بټي کوټ ولسوالیو کې ثبت شوې وه.





افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې دغه ناروغۍ پکې شته او د نورو لاملونو سربیره د خلکو له لوري واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لاملونه بلل کېږي.


The post ننګرهار کې د پولیو دریمه مثبته پېښه ثبت شوه appeared first on اطلاعات روز پشتو.