اوکراین سره د لویديځو هېوادونو د اضافي‌مرستو ژمنه

د اوکراین د دفاع د تماس ګروپ، چې د پنځوسو هیوادونو له مشرانو جوړ دی، د تېرې پنجشنبې په ورځ د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره د اوکراین په اړتېاو او د ایف شپاړس ډوله جنګي الوتکو د پیلوټانو د روزلو د پلان په اړه خبرې وکړې. د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین له پنټاګان څخه د دغې غونډې کوربه وو. پر اوکراین د روسیې برید شپاړسمې میاشتې ته د داخلیدو سره لویدیځو مشرانو د اوکراین سره د نورو مرستو ژمنه کړې. پدې مرستو کې د هالېنډ او ډنمارک د مشرۍ لاندې د اوکراین پیلوټانو ته د ایف شپاړس ډوله جنګي الوتکو روزنه یو نوی پرمختګ دی.
د امریکاغږ پښتو یوټیوب چینل سره یوځای شئ او د ورځنیو مهمو خبرونو تر څنگ د افغانستان او نړۍ له گوټ گوټ څخه ځانگړي ویدیویي راپورونه وگورئ. د امریکا غږ پښتو ویبپاڼې، فیسبوک، ټویټر او انستگرام کې هم په لاندې لینکونو له مونږ سره مل شئ.


Subscribe to VOA Pashto’s YouTube channel for daily news, feature reports, interviews and many more on Afghanistan and the world. You can also follow us on Facebook, Twitter and Instagram with the following addresses.

Facebook: https://www.facebook.com/voapashto
Twitter: https://twitter.com/VOAPashto
Instagram: https://instagram.com/voa_pashto