ننګرهار: په تېرو دوو اونيو کې د پوليو درېيمه پېښه ثبت شوې

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د پولیو تازه بله پېښه ثبت شوې ده. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف هم بي بي سي ته د دغه خبر پخلی کړی دی. دا په تېرو نژدې دوو اونیو کې درېیمه پېښه ده چې په دغه ولایت کې ثبتېږي. له دې وړاندې دوه مثبتې پېښې په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې رامخې ته شوې وې.