ډبلیو ایف پي: که بودیجه ترلاسه نکړو بله میاشت له افغانستان څخه وځو

ډبلیو ایف پي: که بودیجه ترلاسه نکړو بله میاشت له افغانستان څخه وځو
د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) مشره میرمن سینډي مک کین وايي، په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د سخت کمبود سره مخ ده او که بودیجه ترلاسه نکړي نو بله میاشت به په بشپړ ډول په دغه هیواد خپل فعالیتونه بند کړي.