د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د زلزله ځپلو قربانیانو شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته لوړ شوی

۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې ځايي سرچینې وايي، چې یوازې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د بیګانۍ مرګونې زلزلې د قربانیانو شمېر دوه زره او ۵۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.


پکتیکا کې د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد امین حذیفه ویلي، چې ښايي د دغې طبیعي پېښې د مرګژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.


د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نن تر ماسپښین پورې په دغو دوو ولسوالیو کې شاوخوا زر کسان مړه او یو زر او ۵۰۰ نور ټپيان شوې دي.


هغه زیاته کړې، چې دغو دوو ولسوالیو ټپيانو ته د رسیدګۍ په موخه له څنګلورو ولایتونو او ولسوالیو څخه ولسي روغتیايي ډلې رسېدلې دي.


څو ساعته وړاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت مرستیال شرف‌الدین مسلم کابل کې په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې دې پېښه کې شاوخوا ۹۲۰ کسان مړه او ۶۰۰ نور ټپيان شوې دي.


د طالبانو حکومت وايي، رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند وروستیو زلزله ځپلو سره د سل ميليونه افغانیو نغدي مرسته اعلان کړې ده.


پر پکتیکا سربېره خوست، پکتیا،‌ غزني، لوګر،‌ کابل،‌ ننګرهار، لغمان او نورو ولایتونو کې هم د دې زلزلې شدید ټکانونه محسوس شوي‌ وو.


The post د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د زلزله ځپلو قربانیانو شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته لوړ شوی appeared first on ۸صبح ورځپاڼه.