د طالبانو چارسمبالی لومړی وزیر: زموږ حکومت ټولګډونی دی

د طالبانو د حکومت چار سمبالي لومړي وزیر مولوي عبدالکبیر هم د خپلو نورو چارواکو په څېر پر دې ټینګار کړی چې اوسنی سرپرست حکومت یې ټولګډونی دی. د ریاست الوزرا سرپرست عبدالکبیر نن په کابل کې یوې غونډه ته وویل، په حکومت کې "د هر قوم او هرې سیمې خلک کار کوي.نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمېت پېژندلو تر ټولو لوی شرط د ټولګډونه حکومت جوړول او د ښځو حقونو ته درناوی بللی چې د طالبانو لخوا په دې تړاو کومه څرګنده او عملي ژمنتیا نه لېدل کېږي.