اوکرایین جګړه؛ زېلینسکي د روسیې لپاره د 'سزا' غوښتنه وکړه

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلینسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې وویل، روسیه باید پر اوکرایین د یرغل له کبله 'یوازې او یوازې سزا' وویني. په یوه ویډیويي وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، اوکراییني ولسمشر د یوه ځانګړې محکمې رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او په اوکرایین کې یې د هغو جنګي جرمونو تفصیل بیان کړ، چې ادعا کېږي روسي پوځیانو کړي دي.